د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بغلان د پلخمري په یو جومات کې شوې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.
یادې ادارې ویلي چې د دغې چاودنې له تنظیمونکو او تمویلونکو سره باید جدي حساب کتاب وشي.
امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تروریزم، د سولې لپاره تر ټولو جدي خطر دی او د مخنیوي لپآره یې باید کوټلي ګامونه پورته شي.
په همدې حال کې اروپايي ټولنې هم پر دغې پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
یادې ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې دا کار له نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړونه بللې ده.
د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې په ورځ د پلخمري ښار اړوند د امام زمان په جومات کې پر لمونځ کوونکو چاودنه وشوه چې له کبله یې ۷ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.
داع.ش ډلې د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست.




