کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملګرو ملتونو د افغانانو لپاره له درې میلیونه ډالرو ډېرو مرستې برابرې کړي

کابل (کوه نور، ۱۷ مېزان ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام "UNDP" اعلان کړی، چې د ایدز، سل او ملاریا ناروغیو پر ضد د مبارزې نړۍوال صندوق له درې میلیون ډالرو څخه ډېره بودیجه افغانستان ته ځانګړې کړې؛ تر څو د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو روغتیایي اغېزو پر وړاندې د هېواد ظرفیت پیاوړی کړي. دې ادارې نن په یوه…

2025-10-09 08:44 188۲ دقیقې لوستل
ملګرو ملتونو د افغانانو لپاره له درې میلیونه ډالرو ډېرو مرستې برابرې کړي

کابل (کوه نور، ۱۷ مېزان ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام "UNDP" اعلان کړی، چې د ایدز، سل او ملاریا ناروغیو پر ضد د مبارزې نړۍوال صندوق له درې میلیون ډالرو څخه ډېره بودیجه افغانستان ته ځانګړې کړې؛ تر څو د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو روغتیایي اغېزو پر وړاندې د هېواد ظرفیت پیاوړی کړي.

دې ادارې نن په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دا مالي مرسته به تر یو میلیون ډېر کسان، په ځانګړي ډول د داخلي بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو له ډلې، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې تر پوښښ لاندې راولي.

راپور زیاتوي، دا بودیجه به د سِل او ملاریا ناروغیو پر وړاندې د مبارزې لپاره ولګول شي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې، چې خلک‌یې له اقلیمي بدلونونو سخت زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې، د دې نوي پروګرام په چوکاټ کې به د بې‌ځایه شویو د اوسېدو په ۵۷ ځایونو کې د فعال سِل نوې پېښې تشخیص شي او اړین خدمات به هغو خطرناکو ولایتونو ته برابر شي لکه ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، خوست او پکتیکا.

په افغانستان کې د UNDP استازي استیفن رودریګز ویلي، د دې پروګرام په پلي کېدو سره به د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې روغتیايي ستونزې کمې شي او د ناروغیو د خپرېدو مخه به ونیول شي.

دې سازمان ټینګار کړی، چې دغه طرحه به د ملي لومړیتوبونو او شریکانو سره په همغږۍ کې عملي شي او دا مرسته د نړۍوال صندوق د مالي مرستو د «اووم پړاو» یوه برخه ده، چې هدف‌یې په افغانستان کې د ایدز، سل او ملاریا پر وړاندې مبارزه ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب