کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۶۲۰ ميليون ډالرو غوښتنه کړې

په سويلي اسيا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر ويلي، په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو د خونديتوب او ملاتړ لپاره ۶۲۰ ميليون ډالرو ته اړتيا لري. دې بنسټ پر ايکسپاڼه ليکلي، په دې بودجې سره به د ۲۰۲۴ کال پر مهال له ۴.۸ ميليون افغان کډوالو او د هغوی له ۲.۵ ميليون کوربنو سره مرسته وکړي. د دې بنسټ…

2024-04-05 20:51 215۱ دقیقې لوستل
ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۶۲۰ ميليون ډالرو غوښتنه کړې

په سويلي اسيا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر ويلي، په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو د خونديتوب او ملاتړ لپاره ۶۲۰ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.

دې بنسټ پر ايکسپاڼه ليکلي، په دې بودجې سره به د ۲۰۲۴ کال پر مهال له ۴.۸ ميليون افغان کډوالو او د هغوی له ۲.۵ ميليون کوربنو سره مرسته وکړي.

د دې بنسټ په وينا، شاوخوا ۲۳.۷ ميليون وګړي د ژوندي پاتې کېدلو لپاره بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې زیاته کړې چې د ايران او پاکستان د دولتونو د ارزونې پر اساس، دا دواړه هيوادونه د شاوخوا ۷.۷ ميليون افغان وګړو کوربه دي

خبرياله: حبيبه صها

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب