د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو وار بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي.
پاکستان کې د یادې کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ له رویټرز سره په مرکه کې ویلي، افغانستان کې سوړ ژمی را روان دی او داکډوال هلته د اوسېدو لپاره هیڅ ځای نه لري.
د بلوچ په خبره، د ژمي سړه هوا به د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ او د افغانستان نازکبشري وضعیت به لا زیانمن کړي.
نوموړي زیاته کړې، د کډوالو تلل باید په خپله خوښه وي؛ خو که پاکستان د امنیت په اړه اندېښنه لري؛ نو هغه کسان دې پهګوته کړي چې هلته زیان رسوونکي وي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ګڼو سازمانونو د پآکستان له حکومت غوښتي چې د افغان کډوالو د ا ېستلو بهیرودروي، خو پاکستانی لوری ټینګار کوي چې ټول افغان کډوال به له خپلې خاورې وباسي.




