کابل (کوه نور، ۳ سنبله ۱۴۰۴):
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام "UN-Habitat" ویلي، افغان کډوال نشي کولای د سرپنا نه لرلو په صورت کې خپل ژوند بیا ځلې تنظیم کړي.
یادې ادارې پرون ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، د افغان راستنېدونکو لپاره د استوګنځایونو بیرته ادغامېدل نا ممکن کار دی.
سرچینې وړاندې لیکلي، له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مرستې برخه کې د پراخو همکاریو سربېره شته سرچینو ته په کتو اړتیاوې دېرې دي.
بل پلو له ایران او پاکستانه تازه راستانه شويو افغانانو ویلي، د سرپنا نشتون ورته غټ سر درد جوړ کړی او د نورو ننګونو ترڅنګ یې د دوی ژوند هم سخت کړی دی.
یو شمېر افغان کډوالو له رسنیو سره په خبرو کولو کې ویلي، له هغه وخته، چې راغلي دلته له خپلو خپلوانو کره اوسېږي سربېره پر دې ورته د کار کولو زمینه هم نه ده برابره شوې؛ په داسې حال کې چې په ایران کې یې ښه کارونه جوړ وو.
په همدې حال کې یو شمېر نړۍوالو سازمانونو هم د ژمي په رارسېدو سره د افغان کډوالو د سرپنا نه لرلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د ژمي په راتګ سره د افغان کډوالو لپاره د سرپنا نشتوالی ښایې زرګونه کورنۍ د ژمي له یخنۍ، بې وزلۍ او له بې برخلیکه حالت سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تازه راپورونو په اساس په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا له ایرانه او پاکستانه د افغان کډوالو د ویستنې بهیر کې ډېروالی راغلی دی.
د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ "UNHCR" د مالوماتو له مخې، د روان زیږدیز کال له لومړیو تر دې مهاله له ایران او پاکستانه ۲,۳ میلیونه افغان کډوال بیرته هېواد ته راستانه شوي دي.
ورته مهال د کډوالو نړۍوال سازمان "IOM" اعلان کړی، چې د روانې اګسټ میاشتې په لومړنیو ۱۶ ورځو کې له ایران او پاکستانه له ۱۲۹ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته را اړول شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان حکومت د کډوالو چارو کمېسیون پرون ورځ اعلان کړی، چې یواځې په تېرو دوه ورځو کې شپږ زره او ۵۰۰ افغان کډوال د اسلام قلع او سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
همداراز د کډوالو وزارت هم ویلي چې د تېرې پنج شنبې په ورځ ۶۳۶ کورنۍ له ایرانه د اسلام قلع او نیمروز د ورېښمو له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.




