د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري وايي، د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې وروستيو سېلابونو ډیری خلک په تېره ښځې او ماشومان سخت ځپلي دي.
يادې کمشنري له سېلاب ځپلو سره د هر اړخيزې مرستې غوښتنه کړې.
د سرچينې په خبره دغو سېلابونو يوازې تېره مياشت ۳۷۴ تنه مړه کړي، له لس زرو ډېر کورونه يې ويجاړ کړي او دغه راز يې زرګونه کورنۍ بې کوره کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دغو سېلابونو ګڼ شمېر لارې، سرکونه، ښوونځي او روغتونونه هم زيانمن کړي دي.
سرچینه زياتوي، غور يو له هغه ولايتونو څخه دی چې وروستيو سېلابونو له نورو ډېر زيانمن کړی دی.
ملګرو ملتونو دغه راز ويلي، ښځې او ماشومان له سختو ګواښونو سره مخ دي.
د يادونې ده چې د افغانستان په ډېری ولايتونو په ځانګړې توګه شمال کې وروستيو سېلابونو خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه واړول.




