کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملګري ملتونه: افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه امیندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په افغانستان کې دا مهال ۲،۳ میلیونه امیندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته دي.یاد سازمان نن شنبه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې دمګړۍ ډېری خلک له کافي خواړو بې برخې دي.   د خوړو نړیوال پروګرام د اندېښنې څرګندولو سره زیاته کړې چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ شمېر…

2024-02-23 23:23 104۱ دقیقې لوستل
ملګري ملتونه: افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه امیندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په افغانستان کې دا مهال ۲،۳ میلیونه امیندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته دي.
یاد سازمان نن شنبه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې دمګړۍ ډېری خلک له کافي خواړو بې برخې دي.   
د خوړو نړیوال پروګرام د اندېښنې څرګندولو سره زیاته کړې چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.      
دغه سازمان تېره اوونۍ په یوه راپور کې ویلي وو چې یوازې د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې ۴۰ سلنه امیندواره او شېدې ورکوونکې مېرمنې او دغه راز ۴۵ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.   
تېره جنوري میاشت له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف هم ویلي وو چې په افغانستان کې ۲،۳ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.   
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د فقر او بې وزلۍ کچه لوړه شوې ده. 
د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې، افغانستان کې یو پر درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

 

 

 

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب