کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملګري ملتونه: ایټالیا افغانستان ته د راستنېدونکو د مرستې لپاره دوه میلیونه یورو ځانګړې کړي

کابل (کوه نور، ۲۸ مېزان ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ "UNHCR" د معلوماتو له مخې، ایټالیا افغانستان ته له راستنېدونکو او ټولنیزو ستونزو له لحاظه له سختو شرایطو سره مخ افغانانو سره د مرستې لپاره دوه میلیونه یورو ځانګړې کړې دي. دغه ادارې نن ورځ، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا مرسته به د بېرته راستنېدونکو افغ…

2025-10-20 09:04 297۱ دقیقې لوستل
ملګري ملتونه: ایټالیا افغانستان ته د راستنېدونکو د مرستې لپاره دوه میلیونه یورو ځانګړې کړي

کابل (کوه نور، ۲۸ مېزان ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ "UNHCR" د معلوماتو له مخې، ایټالیا افغانستان ته له راستنېدونکو او ټولنیزو ستونزو له لحاظه له سختو شرایطو سره مخ افغانانو سره د مرستې لپاره دوه میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.

دغه ادارې نن ورځ، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا مرسته به د بېرته راستنېدونکو افغانانو د بیا یوځای کېدو "ادغام" لپاره ولګول شي او له ۲۰ زره ډېرو کسانو ته به ورسېږي، چې ډېری یې ښځې او نجونې دي.

دا مرستې په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې په تېرو میاشتو کې له ایران او پاکستانه د افغان مهاجرو جبري ایستل ډېر شوي دي.

بلخوا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولو ستونزې لا هم دوام لري. 

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، هغه افغان کډوال، چې قانوني اسناد ولري کولای شي په پاکستان کې پاتې شي؛ خو بې اسنادو کسان به بېرته افغانستان ته واستول شي.

باید وویل شي، چې تر دې مخکې، د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی و، چې د کډوالو په جبري توګه بېرته ستنول به د بې‌وزلۍ، بې‌ثباتۍ او د ملاتړ نشتوالي له امله په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران لا پسې سخت کړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب