کابل (کوه نور، ۲۹ عقرب ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوه ارزونه ښيي، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلهځپلو کورونو، ښوونځیو او مهمو خدماتو د بیارغونې لپاره ۱۲۸.۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د رویټرز خبري آژانس د چهارشنبې (۲۸ عقرب / ۱۹ نومبر) راپور ورکړی، چې دا ارزونه د "چټک بیارغونې اړتیاوو" په نوم د نړۍوال بانک، اروپایي ټولنې او آسیایي پراختیایي بانک سره په ګډه شوې او یو درې کلن پلان وړاندې کوي چې کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د کورونو، روغتیايي مرکزونو، د اوبو رسونې سیستمونو او کرنیزو ځمکو بیارغونه پکې شامله ده.
دا ارزونه په داسې حال کې شوې چې نړۍوالې مرستې افغانستان ته کمې شوې دي.
ملګري ملتونه اټکل کوي، چې سږ کال د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۳.۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري او په ۲۰۲۶ کال کې هم همدومره اړتیا شته؛ خو تر اوسه د دې مرستو له نیمایي کمې برابرې شوې دي.
د افغان حکومت د شمېرو له مخې، د سنبلې میاشتې زلزلې له امله د هېواد ختیځ کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه او له ۳۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.




