کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملګري ملتونه: د واورين ژمي له امله افغان کډوال سخت وضعيت سره مخ دي

ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې ژمي په راتګ سره د لازمو امکاناتو د نه شتون له امله د افغان کډوالو وضعیت له سخت حالت سره مخ دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنري ويلي، نه يوازې دا، چې د راستنو شويو حالت سخت دی، بلکې هغه چې نوي راستنیږي هم له ننګونو سره مخ دي. دغه خبر داسې مهال ورکول کيږي، چې د وروستيو واورو او…

2026-01-24 11:43 121۱ دقیقې لوستل
ملګري ملتونه: د واورين ژمي له امله افغان کډوال سخت وضعيت سره مخ دي

ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې ژمي په راتګ سره د لازمو امکاناتو د نه شتون له امله د افغان کډوالو وضعیت له سخت حالت سره مخ دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنري ويلي، نه يوازې دا، چې د راستنو شويو حالت سخت دی، بلکې هغه چې نوي راستنیږي هم له ننګونو سره مخ دي.

دغه خبر داسې مهال ورکول کيږي، چې د وروستيو واورو او ورښتونو له امله په ټول هېواد کې ۶۱ تنه مړه شوي او ۱۱۰ نور ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې لا هم له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته د کډوالو د اېستلو لړۍ په چټک ډول روانه ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب