هېواد کې د کډوالو عالي کميشنري په يوه راپور کې ليکلي، د ۲۰۲۳ کال سپټمبر راهيسې تراوسه له پاکستانه ۱.۲ ميليونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
راپور کې ليکل شوي، روان کال ۳۱۵ زره تنه له پاکستان څخه راستانه شوي دي چې له ډلې يې ۵۱ زره تنه په جبري ډول له پاکستان څخه اېستل شوي دي.
سرچينې دغه راز ليکلي، راستانه کېدونکي کډوال ۷۱ سلنه يې ننګرهار، لغمان، کندهار او کندز ته ستانه شوي دي.
راپور زياتوي، له ۱۵۶ زره تنو سره یې مرستې هم کړي دي.
دغه راپور داسې مهال خپريږي چې له ايران څخه هم د کډوالو اېستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
د ياد هېواد د کورنيو چارو وزير ويلي، دوه ميليونه نور کډوال به هم افغانستان ته ستانه کړي او تهران د کډوالو د کوربه توب توان نلري.
ورته مهال بيا ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د مرستې غوښتنه کړې او ويلي يې دي که پر وخت اقدام ونشي، نو انساني فاجعه به رامنځته شي.




