کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملګري ملتونه: له پاکستان په جبري ډول د اېستل شویو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې له پاکستانه د افغان کډوالو ماشومانو د جبري ايستنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په اېستل شوو کډوالو کې بې‌سرپرسته ماشومان هم شامل دي. ددغې کمېټې د راپور له مخې، دا بهیر ماشومان د کورنیو له جلا کېدو او ناوړه چلند په ګډون د بشري حقونو له جدي ستونزو سره مخ کوي. یا…

2026-02-10 08:42 81۱ دقیقې لوستل
ملګري ملتونه: له پاکستان په جبري ډول د اېستل شویو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې له پاکستانه د افغان کډوالو ماشومانو د جبري ايستنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په اېستل شوو کډوالو کې بې‌سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

ددغې کمېټې د راپور له مخې، دا بهیر ماشومان د کورنیو له جلا کېدو او ناوړه چلند په ګډون د بشري حقونو له جدي ستونزو سره مخ کوي.

یادې کمېټې له پاکستانه غوښتنه کړې چې د کډوالو لپاره ملي قانون تصویب او د پناه غوښتنې منظمه تګلاره دې رامنځته کړي .

 د ملګرو ملتونو دې کمېټې دغه راز له پاکستانه غوښتي، چې دا هېواد باید د ستنولو اصل ته د درناوی وکړي او دا پلان دې یو وار بیا وارزوي. 

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې او داسې ماشومان هم اېستل شوي، چې کورنۍ یې لا هم په پاکستان کې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب