کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۹۲ سلنه خلک د نجونو د زده‌کړو دوام مهم بولي

کابل (کوه نور، ۸ سنبله ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د دوام پراخ ملاتړ شته او ۹۲ سلنه خلک یې مهم بولي. د یاد سازمان له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې دغه سروې د شاوخوا ۲ زره کسانو ترمنځ شوې ده. د سروې له مخې، په کلیوالو سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونو…

2025-08-30 01:00 127۲ دقیقې لوستل
ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۹۲ سلنه خلک د نجونو د زده‌کړو دوام مهم بولي

کابل (کوه نور، ۸ سنبله ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د دوام پراخ ملاتړ شته او ۹۲ سلنه خلک یې مهم بولي.

د یاد سازمان له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې دغه سروې د شاوخوا ۲ زره کسانو ترمنځ شوې ده.

د سروې له مخې، په کلیوالو سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کوي، په داسې حال کې، چې په ښاري سیمو کې د دواړو کچه ۹۵ سلنه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو استازې، سوزان فرګوسن وایي: “نجونې بې‌صبرانه د زده‌کړو د دوام هیله لري او کورنۍ هم غواړي چې لوڼې یې زده کړې وکړي.”

په راپور کې همدارنګه راغلي، په هغو سیمو کې، چې ښځې په موسسو کې د کار کولو اجازه نه لري، ۹۷ سلنه هغو یې ویلي، دغه بندیز یې په ورځني ژوند کې منفي اغېز کړی دی.

دغه موندنې په داسې حال کې خپرېږي، چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار لا هم بندیز دی.

د اسلامي امارت چارواکي بیا، بیا ټینګار کوي، چې د یوه مناسب چاپېریال په برابرېدو سره به ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړل شي.

په ورته وخت کې، له زده‌کړو او کار محرومې نجونې او ښځې د خپلې نامعلومې راتلونکې په اړه اندېښنه لري او له چارواکو غواړي چې د زده‌کړو او کار زمینه ورته برابره کړي.

لیکوال/اېډېټر: Khalid Sahar Nasiri
Khalid Sahar Nasiri
Khalid Sahar Nasiri

خالد سهار افغان خبريال دی. له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې له بېلابېلو رسنيو سره د خبريال په توګه کار کړی دی. اوسمهال د هېواد د سياسي، امنيتي او ټولنيزو موضوعاتو په اړه د کوه نور خبري اژانس لپاره راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب