راپور: عابد خوږیاڼی
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې په تېرو ۱۶ ورځو کې له ایران څخه تر نیم میلیون ډېر افغانان اخراج شوي، چې دا د روانې لسیزې تر ټولو ستر جبري کډوالېدونکی حرکت بلل شوی.
دا اخراجونه له هغې وروسته چټک شوي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ ورځنی جګړه پای ته ورسېده.
تهران له میاشتو راهیسې اعلان کړی و چې غواړي له خپلو خاورې میلیونه بېاسنادو افغانان وباسي.
د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، یوازې د جون له ۲۴مې څخه د جولای تر ۹مې پورې، ۵۰۸٬۴۲۶ افغانان د ایران او افغانستان له پولو راوتلي دي. یوازې د سه شنبې په ورځ ۳۰،۶۳۵ او د چهارشنبې په ورځ ۳۳٬۹۵۶ افغانان له پوله تېر شوي، دا په داسې حال کې چې ایران د یکشنبې لپاره د بېاسنادو افغانانو لپاره د اخراج ضربالاجل ټاکلی و.
دا اخراجونه د مارچ میاشتې هغه پروګرام برخه ده چې ایران اعلان کړی و، خو اوس یې چټکتیا له هغې وروسته ډېره شوې چې رسنیو داسې بېاساسه ادعاوې خپرې کړې چې ګواکې افغانانو د جګړې پر مهال له اسراییلو سره جاسوسي کړې. ترا اوس پورې داسې هیڅ کره شواهد نهدي وړاندې شوي، او ګڼو منتقدینو دا یوه سیاسي هڅه بللې چې ایران غواړي ورسره خپل هېواد کې دننه مخالفتونه پر یوې کمزوري ټولنې واړوي.
د بیرته ستنېدونکو افغانانو شرایط هم ډېر سخت دي؛ هوا تر ۴۰ درجې سانتيګراد پورې ګرمه ده او د اسلامقلعه په څېر پولهساتي مرکزونه د زیات شمېر کسانو د رسیدو له امله له ستونزو سره مخ دي.
د کډوالو نړیوال سازمان مشرې، میهیونګ پارک، وایي:
«زرګونه کسان تر لمر لاندې ولاړ دي – او تاسو پوهېږئ چې د هرات هوا څومره توده ده. حالت ډېر خراب دی. یوازې تېره اونۍ کې شاوخوا ۲۵۰٬۰۰۰ افغانان بېرته ستانه شوي دي.»
هغې زیاته کړې: «تېره اونۍ شاوخوا ۴۰۰ بېسرپرسته او له کورنۍ جلا ماشومان هم راغلي، دا ډېره زیاته شمېره ده.»
اخوا راستانه شوي افغان کډوال ادعا کوي چې ایراني پولیس د شکنجه کولو سربیره هلته له افغانو پیسي اخلي او د څه مودې لپاره یې زندان کې اچوي.
دوی زیاتوي، په زندان کې ځیني د جاسوسۍ تور او ځیني یې د اسنادو نه لرلو په تور بندیانوي.
د دې ناڅاپي اخراجونو او جاسوسۍ ادعاوو نړیوال غبرګونونه هم راپارولي. د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، پر اېکس لیکلي:
«سلګونه افغانان او د مذهبي-قومي لږکیو غړي په ایران کې د 'جاسوسۍ' په تور نیول شوي. رسنۍ داسې تبلیغات کوي چې افغانان د خاینانو په نوم یادوي او له انساني ارزښتونو څخه بېبرخې اصطلاحات کاروي.»
په ورته وخت کې، د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني د جولای په لومړۍ نېټه ویلي:
«موږ تل هڅه کړې چې ښه کوربه پاتې شو، خو ملي امنیت لومړیتوب لري، او طبیعي خبره ده چې غیر قانوني کسان باید بېرته لاړ شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د رئیس الوزرا د دفتر اعلامیه کې ویل شوي، ايراني مسؤولين بايد د افغان کډوالو په اخراج کې له تدريج او زغم څخه کار واخلي، ترڅو دا موضوع د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې او نفرت لامل نه شي.




