کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملګري ملتونه: که افغانستان کې د ښځو حقونه ورنه کړل شي؛ نو دا هېواد به منزوی شي

ملګرو ملتونو یو وار بیا افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی. په افغانستان کې د یاد سازمان سیاسي استازولۍ یا یوناما د مارچ اتمې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې که پر افغان مېرمنو بندیزونه پای ته ونه رسیږي، نو دا هېواد به د لا زیاتې بې وزلۍ او انزوا کېدو له خطر سره مخ شي. اعلامی…

2024-03-07 20:59 93۱ دقیقې لوستل
ملګري ملتونه: که افغانستان کې د ښځو حقونه ورنه کړل شي؛ نو دا هېواد به منزوی شي

ملګرو ملتونو یو وار بیا افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د یاد سازمان سیاسي استازولۍ یا یوناما د مارچ اتمې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې که پر افغان مېرمنو بندیزونه پای ته ونه رسیږي، نو دا هېواد به د لا زیاتې بې وزلۍ او انزوا کېدو له خطر سره مخ شي.

اعلامیه کې د یوناما مشرې روزا اتونبایوا له قوله ویل شوي، په داسې حال کې چې نړۍ کې د ښځو ورځ نمانځل کېږي، خو افغانستان کې بیا برعکس حالت لیدل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان بیا ویلي جې د افغان ښځو او نجونو لپاره فضا په اندیښمنونکي ده.

د نوموړې په خبره، د افغان ښځو او نجونو وضعیت مسله باید د نړیوالو اندېښنو او اقداماتو په مرکز کې ځای ولري. 

ملګري ملتونه په داسې حال کې یاده غوښتنه بیا تازه کوي چې اسلامي امارت وايي، د مېرمنو پر کار او د نجونو پر زده کړو لګیدلي بندیزونه دایمي نه دي او د یو مناسب چوکاټ په رامنځته کولو سره به ټولو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړل شي.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب