کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملګري ملتونه: که ورښتونه کم شي، د افغانانو ژوند ته به جدي خطر پېښ شي

خبرياله: نازو عمري  د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې ښايي سږنی ژمی په افغانستان کې د بارانونو او واورې کچه کمه وي، چې دا به د خلکو پر ژوند، کرنه، اود اوبو پر سرچینو منفي اغېزه وکړي. دیاد سازمان په تازه درې میاشتني راپور کې راغلي، چې له تېرې ډسمبره میاشتې تر راتلونکي فبروري پورې د خاورې رطوبت کچه ډېره…

2026-01-06 07:22 127۱ دقیقې لوستل
ملګري ملتونه: که ورښتونه کم شي، د افغانانو ژوند ته به جدي خطر پېښ شي

خبرياله: نازو عمري 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې ښايي سږنی ژمی په افغانستان کې د بارانونو او واورې کچه کمه وي، چې دا به د خلکو پر ژوند، کرنه، اود اوبو پر سرچینو منفي اغېزه وکړي.

دیاد سازمان په تازه درې میاشتني راپور کې راغلي، چې له تېرې ډسمبره میاشتې تر راتلونکي فبروري پورې د خاورې رطوبت کچه ډېره ټيټه اټکل شوې، ځکه نه ښيي چې کافي ورښتونه وشي.

دخوړو او کرنې سازمان، دغه راز ټینګار کوي؛ چې باید اقلیمي بدلونونه له نژدې وڅارل شي او د دې وضعیت د کنټرول لپاره بېړني ګامونه پورته شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب