کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

منظور پښتین: جنایتکار پاکستاني پوځ همېشه خپله غصه له عام ولس ايستلې ده

کابل (کوه نور، ۲۲ مېزان ۱۴۰۴): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پاکستان د جنګي جرمونو ستر جنایتکار هېواد بللی او ویلي یې دي، چې یاد هېواد تل خپله غوسه او د تش لاس ورخطایې په عامو وګړو باندې سړوي. پښتین زیاته کړې، پاکستاني حکومت نن د کوزې پښتونخوا د جرمونو سربېره بر وطن افغانستان کې هم خپلو جنایتونو ته ادامه و…

2025-10-15 12:28 230۲ دقیقې لوستل
منظور پښتین: جنایتکار پاکستاني پوځ همېشه خپله غصه له عام ولس ايستلې ده

کابل (کوه نور، ۲۲ مېزان ۱۴۰۴): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پاکستان د جنګي جرمونو ستر جنایتکار هېواد بللی او ویلي یې دي، چې یاد هېواد تل خپله غوسه او د تش لاس ورخطایې په عامو وګړو باندې سړوي.

پښتین زیاته کړې، پاکستاني حکومت نن د کوزې پښتونخوا د جرمونو سربېره بر وطن افغانستان کې هم خپلو جنایتونو ته ادامه ورکړې، چې د الوتکو په بمباریو کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه همداراز د پاکستانیو ځواکونو جنایتونو ته په اشارې سره ویلي، د یاد هېواد لخوا پخپله پلان شوې جګړه کې ښکاره ثبوتونه په سوات، باجوړ، مردان، مهمند، کرم، بنو، لکي مروت، وزیرستانونو، ټانک، شېراني، ژوب او نورو پښتنو سیمو کې ټولې دنیا لیدلي دي.

پښتین ویلي، د پاکستان حکومت په پښتونخوا کې هم وخت نا وخت د زیان لیدلو په حال کې عام ولس بمبار کوي او پکې ښځې او ماشومان په شهادت رسوي.

د نوموړي پر وینا، پاکستانیو ځواکونو نن هم وزیرستان د ګاډکاپټر ډرون برید کې یوه اووه کلنه ماشومه وژل شوې او یوه بله ښځه زخمي شوې ده.

د پښتین پر فسبوک پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې پاکستاني پوځ د بلوچ په خاوره کې هم د جنګي تلفاتو د لیدلو په صورت کې ټول زور له عام ولس څخه ویستلی دی.

منظور احمد پښتین وړاندې لیکلي، د پاکستاني پوځ د دې ظلمونو پر وړاندې باید هر افغان او خصوصاً هر پښتون او په عموم کې هر انسان د خپلې وسې اړوند عمل ترسره او غږ پورته کړي.

نوموړي په وروستیو کې د کابل وروستۍ پېښه کې د ټپو شویو ماشومانو لپاره د بېړنۍ روغتیا او د وژل شویو وګړیو لپاره د جنت الفردوس غوښتنه کړې او د هغوئ کورنیو ته یې د الله له درباره د عظیم صبر غوښتنه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب