د ميدان وردګو ولايت رسنیز دفتر پر خپله اکس پاڼه ليکلي، د دغه ولايت په پوهنتون کې يې د ۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت د څېړنيز مرکز ودانۍ، د برېښنا د وصل پروژه او د شرعياتو پوهنځي لپاره کتابتون جوړ شو.
د خبر پاڼې له مخې، د ۴۵.۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د کرنې پوهنځي لپاره د څېړنيز فارم او کريکټ لوبغالي پروژې هم پرانستل شوې.
د دغه ولايت والي د پروژو په پرانسته کې ويلي، د هېواد په ټولو برخو کې د بیا رغونې پروژې روانې دي او په خبره يې سرپرست حکومت ورته ځانګړې پاملرنه کړې.
ميدان وردګو پوهنتون کې دغه پروژې داسې مهال سرته رسيږي چې څه موده وړاندې په هلمند پوهنتون کې هم د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د لسو پروژو پرانسته وشوه.




