د میدان وردګو ځایې مسوولانو ویلي چې د دغه ولایت مرکز میدان او ښار او نهه نورو ولسوالیو کې د معلولینو پر نږدې لس زره کورنیو ۳۸۰ میلیونه افغانۍ ویشل شوې دي.
د دغه ولایت د شهیدانو او معلولانو چارو ریئس مولوي نذیر ابو محمد میدان ښار کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه ولایات کې یې د نږدې لس زره معلولینو د تېر کال حق څخه ۳۸۰ میلیونه افغانۍ ورکړې دي.
د ابو محمد پر وینا په دغه لس زره کورنیو کې درې زره او ۲۵۱ د معلولانو کورنۍ، پنځه زره او ۹۹۰ د وفات شویو ملکي وګړو کورنۍ او پاتې نورې یې د تېر نظام او سرپرست حکومت د شهیدانو کورنۍ شاملې وې.




