کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

میدان وردګو کې د ۱۸۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د یوې لیلیې د جوړېدو چارې پیل شوي

خبریال: فرمان الله زبیرزی د لوړو زده کړو وزرات خبر ورکړی، چې د میدان وردګو ولایت وردګ  پوهنتون کې د ۱۸۰ میلیونو افغانیو په لګښت څلور پوړه لیلیې د جوړېدو چارې پیل شوي دي. یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې  دغه ليليه څلور پوړه او دوه بلاکونه لري او په یو وخت کې د یو زرو او ۶۰۰ محصلانو د اوسېدو ظرفيت لري. د…

2025-12-19 02:04 128۱ دقیقې لوستل
میدان وردګو کې د ۱۸۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د یوې لیلیې د جوړېدو چارې پیل شوي

خبریال: فرمان الله زبیرزی

د لوړو زده کړو وزرات خبر ورکړی، چې د میدان وردګو ولایت وردګ  پوهنتون کې د ۱۸۰ میلیونو افغانیو په لګښت څلور پوړه لیلیې د جوړېدو چارې پیل شوي دي.

یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې  دغه ليليه څلور پوړه او دوه بلاکونه لري او په یو وخت کې د یو زرو او ۶۰۰ محصلانو د اوسېدو ظرفيت لري.

د دې وزارت ویاند ضیاالله هاشمي ویلي، چې په یاد پوهنتون کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱,۳ کیلومتره داخلي سړکونو، چې په اساسي ډول جوړ، د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۱۸ متره په اوږدوالي د سیلبورونو د تحکیم کارۍ پروژه، چې دواړو خواوو ته ۶ زره نیالګي او د اوبو قطره یي سیستم لري ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.

د هاشمي پر وینا، او دغه پوهنتون کې هیې  د ۱۴,۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې پوهنځي ودانۍ د پاتې چارو بشپړولو او د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنتون  صحن د هموارۍ او پلې لارو جوړولو پروژو چارې پرانیستې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب