کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

میدان وردګو کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په ارزښت مسافر وړونکو موټرو لپاره د یوه ترمینل جوړولو کارونه شروع چارې شوې دي. سرچینې لیکلي، هلته په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست ویلي چې دغه ترمینل د سرپرست حکومت له اقتصادي پروژو څخه د…

2025-01-07 08:26 62۱ دقیقې لوستل
میدان وردګو کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په ارزښت مسافر وړونکو موټرو لپاره د یوه ترمینل جوړولو کارونه شروع چارې شوې دي.

سرچینې لیکلي، هلته په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست ویلي چې دغه ترمینل د سرپرست حکومت له اقتصادي پروژو څخه دی چې د جوړېدلو پر مهال به پکې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

دغه ترمینل چې په ۳۸ جریبه ځمکه کې جوړېږي په دوه برخو کې به یې کارونه بشپړ شي چې د لومړۍ برخې کار یې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل کېږي او پاتې برخه به یې په راتلونکي کې ترسره شي چې ټول لګښت یې د سرپرست حکومت د انکشافي بودېجې څخه ورکول کېږي.

خبرپاڼه د دغه ترمینل د جوړونکي شرکت د مسول له قوله لیکي چې یاد  ترمینل کې د ۲۰۰ موټرو د ځایېدلو ظرفیت موجود دی چې د کار په جریان کې به ۱۰۰۰ تنو ته د کار کولو زمینه برابره شي او د بشپړېدلو چارې به یې په ۹ میاشتو کې پای ته ورسېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب