کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

میدان وردګو کې په دوه ترافیکې پېښو کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندانۍ مسولان وایې چې په یاد ولایت کې د دوو ترافیکې پېښو له امله پنځه تنه مړه او نهه نور ټپیان دي.   د یادې قومندانۍ ویاند یوسف اسرار ویلي چې دا پېښې پرون(سه شنبه)په نرخ او سید اباد ولسوالیو کې د کابل-کندهار پر لویه لار رامنځته شوې دي.   د اسرار په وینا په مړو شوو کسانو کې دوه کو…

2024-12-31 19:32 75۱ دقیقې لوستل
میدان وردګو کې په دوه ترافیکې پېښو کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندانۍ مسولان وایې چې په یاد ولایت کې د دوو ترافیکې پېښو له امله پنځه تنه مړه او نهه نور ټپیان دي.

 

د یادې قومندانۍ ویاند یوسف اسرار ویلي چې دا پېښې پرون(سه شنبه)په نرخ او سید اباد ولسوالیو کې د کابل-کندهار پر لویه لار رامنځته شوې دي.

 

د اسرار په وینا په مړو شوو کسانو کې دوه کوچنیان او په ژوبل شوو کسانو کې دوه ښځې شاملې دي، چې د درملنې له پاره یوه روغتیایې مرکز ته استول شوي دي.

 

د اسرار په وینا دغه ترافیکې پېښې د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې دي.

 

دا خبر په داسې حال کې نشرېږي چې په تېرو دوو ورځو هم کې په فاریاب ولایت کې د دوه ترافیکې پېښو له امله درې مړه او شپږ نور ټپیان و.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب