د میدان وردګ ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۵۴ زره او ۴۷۴ کسانو ته تذکرې وېشلې دي چې ۲۵ زره او ۳۷۸ یې الکترونيکي او ۲۹ زره ۹۶ نورې یې کاغذي دي.
د یاد ریاست رییس وايي، د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي چې ۲ زره او ۷۳۱ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او ۱۳ زره او ۷۳۵ نورو کسانو ته د ژوند پېښو، ۱۱ زره او ۹۶۳ زېږون کارتونه او ۱۷۷۲ د مړینې پارچو اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ دغه ولايت کې د الکترونیکي تذکرو یوه وېش څانګه فعاله ده چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته د نویو الکترونیکي تذکرو پر وېش سربېره تر وېش وروسته د مثنی تذکرې وېش، د زېږېدنې، ودونو، طلاق او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت او عکس نوي کول خدمتونه هم وړاندې کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.




