کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

میدان وردګ کې د يوې سړې‌خونې د بیا رغولو چارې پیل شوې

د ميدان وردګو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولانو ويلي، د دغه ولايت په ميدان ښار کې د يوې سړې خونې د بیارغونې چارې پيل شوې. دغه سړه‌خونې چې مېوې به پکې ساتل کيږي د بیارغونې چارې يې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لخوا پیل شوي. د یادې خونې نيمايي کارونه د ترکيې هېواد لخوا ترسره شوي وو، چې پاتې يې د نوموړ…

2023-12-17 20:30 74۱ دقیقې لوستل
میدان وردګ کې د يوې سړې‌خونې د بیا رغولو چارې پیل شوې

د ميدان وردګو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولانو ويلي، د دغه ولايت په ميدان ښار کې د يوې سړې خونې د بیارغونې چارې پيل شوې.

دغه سړه‌خونې چې مېوې به پکې ساتل کيږي د بیارغونې چارې يې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لخوا پیل شوي.

د یادې خونې نيمايي کارونه د ترکيې هېواد لخوا ترسره شوي وو، چې پاتې يې د نوموړي رياست لخوا ترسره کيږي.

دا خونه به د ۵۰۰ ټنه مېوې د ساتلو ظرفيت ولري. 

د يادونې ده، چې د ياد ولايت په سیداباد ولسوالۍ کې هم ورته سره خونه شته چې د ۱۰۰۰ ټنه مېوې ساتلو ظرفيت لري.

په افغانستان کې د سړو خونو د کمښت له امله هر کال ډیری مېوې په نازل قیمت ګاونډيو هېوادونو ته ځي چې کروندګر او بڼوالان يې له ستونزو سره مخ کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب