د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پر اېکسپاڼه لیکلي چې د لوی اختر په رارسېدو سره افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو د ډېرېدو او قربانۍ لپاره د څارویو له لېږد او ذبحې څخه اندېښنه لري.
دغې ادارې ویلي، د کانګو تبې پېښې له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او د انسانانو لپاره وژونکې ناروغي ده.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، د کانګو ناروغۍ مخنیوي لپاره یې، هېواد کې د څارویو د دواپاشۍ کمپاین پیل کړی دی.
کانګو یوه ویروسي ناروغي ده چې پر دې ناروغي اخته څاروي سره د تماس یا هم د غوښې خوړلو له کبله انسان ته لېږدول کېږي.




