کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نامعلومو کسانو هلمند کې یو خاوند او مېرمن وژلي

په هلمند ولایت کې یو ۶۰ کلن خاوند او مېرمن یې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوي دي.     سیمه ییز مسوولین وایي، پېښه تېره شپه د لښکرګاه ښار د دویمې ناحیې «کارت لګن» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.   د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال وحدت هلمندی وایي، د نجیب الله په نوم دغه خاوند او مېرمن یې په…

2024-02-25 19:49 89۱ دقیقې لوستل
نامعلومو کسانو هلمند کې یو خاوند او مېرمن وژلي

په هلمند ولایت کې یو ۶۰ کلن خاوند او مېرمن یې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوي دي.    

سیمه ییز مسوولین وایي، پېښه تېره شپه د لښکرګاه ښار د دویمې ناحیې «کارت لګن» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.  

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال وحدت هلمندی وایي، د نجیب الله په نوم دغه خاوند او مېرمن یې په خپل کور کې د چړو د ګوزازونو په وسیله وژل شوي دي.

د سیمه ییزې سرچينې د معلوماتو له مخې، نجیب الله د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى او د قوم له مشرانو څخه و.   

که څه هم تر اوسه د پېښې انګېزه لا نه ده معلومه؛ خو ځایي چارواکي وایي، په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي. 

په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې مرموزې او هدفي وژنې زیاته شوې دي.

په هېواد کې ډېر کله د دا ډول لامل پېښو لامل شخصي دښمني ګڼل کېږي.

 

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب