کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ندا‌ء محمد ندیم: د غرب غوښتنو ته نه تسليميږو او له هيچا سره جوړجاړی نه کوو

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، نداء محمد نديم بلخ ولایت کې یوې ولسي غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې دوی به د غرب د غوښتنو پر وړاندې تسليم نه شي.  دغه وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې نديم نن چهارشنبه (د سپتمبر ۲۷مه) بلخ ولایت کې د یوې ولسي غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې غرب پر موږ خپل ارزښتونه تپي؛ خو موږ د…

2023-09-27 02:32 104۲ دقیقې لوستل
ندا‌ء محمد ندیم: د غرب غوښتنو ته نه تسليميږو او له هيچا سره جوړجاړی نه کوو

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، نداء محمد نديم بلخ ولایت کې یوې ولسي غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې دوی به د غرب د غوښتنو پر وړاندې تسليم نه شي. 

دغه وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې نديم نن چهارشنبه (د سپتمبر ۲۷مه) بلخ ولایت کې د یوې ولسي غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې غرب پر موږ خپل ارزښتونه تپي؛ خو موږ د اسلامي نظام راوستلو لپاره مبارزه کړې او په دې برخه کې له هیچا سره جوړجاړی نه کوو.

نديم زیاته کړې: «د ا.ا.ا مکلفیتونه امن راوستل، حاکمیت قايمول، د شريعت تنفیذ، د عدالت تطبیق، د علم خپرول او ملوک الطوایفي حکومتونو ختمول دي.»

هغه ويلي، چې لوړو زده کړو وزارت تېر کال تر ۷۰ د زياتو رشتو د کتابونو بيا کتنه وکړه، د استادانو د ظرفيت لوړنې لپاره یې ځانګړې بودجه بېله کړه او په زيربنايي برخو کې یې د اړتياوو مطابق ودانۍ ورغولې.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست داسې مهال د غرب غوښتنو ته د نه تسليميدو خبره کوي، چې له تېر شاوخوا یوه کال راهيسې په هېواد کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې تړلي دي.

ندا محمد نديم څو ورځې وړاندې له ملي تلوېزيون سره په خبرو کې ويلي وو، چې غربي هېوادونو له دې موضوع ناوړه استفاده کوي او دوی نه شي کولای، چې د غرب له غوښتنو سره سم، نجونې پوهنتونو ته پرېږدي.

د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په ګډون ټول حکومتي چارواکي د نجونو پر زده کړو لګېدلي بنديزونه موقت ګڼي؛ خو لا یې د شروع کېدو لپاره کوم عملي اقدامات نه تر سترګو کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب