د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، نداء محمد نديم بغلان کې یو ولسي غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې د شریعت او الهي احکامو له مخې ښځې او سړي برابر نه دي.
هغه زیاته کړې: «خدای تعالی د نارینه او ښځینه تر منځ توپیر کړی دی. نارینه حاکم دی، واک لري، باید اطاعت یې وشي او ښځه باید د هغه خبره ومني. ښځه له سړي سره برابره نه ده؛ مګر اوس دوی هغه د نارینه وو څخه لوړ کوي»
د لوړو زده کړو وزارت هم په یوې اعلامیه کې وايي، چې نداء محمد نديم د بغلان پوهنتون محصلين زده کړو ته وهڅول او له هغوی يې وغوښتل، چې د غرب په تبلیغاتو و نه غولېږي.
هغه ويلي، چې محصلینو ته د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره هڅې کوي. ندیم زیاته کړې، چې د اوسني حکومت مشرتابه ته ژبه، قوم او سمت مهم نه، بلکې اهلیت او تقوا مهمه ده.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست داسې مهال د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه پیل کړي، چې له تېر یوه کال راهيسې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې تړلې دي.
ندامحمد ندیم څه موده وړاندې ملي تلوېزیون سره د مرکې پر مهال له ښځينه محصلینو وغوښتل، چې د پوهنتونو د خلاصېدو لپاره دې عاجله نه کوي.
هغه زیاته کړه، چې دوی د زده کړو مخالف نه دي او د شرایطو له برابرېدو سره به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.




