کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ننکرهار کې د یوه خصوصي روغتون له لوري څه باندې دوه زره ناروغانو ته وړیا عملیاتو ترسره کېږي

د ننګرهار ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت د عامي او روغتیا ریاست او یوه خصوصي روغتون ترمنځ یو قرارداد لاسلیک شوی پکې د یاد خصوصي روغتون لخوا په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۲۰۰ تنو ته په وړیا توګه عملیاتو ترسره کېږي. د مسوولانو په وینا ددغه روغتون لخوا به د اړمنو کسانو د غوږ، پوزې، ستوني، عصبي، هډوکو، نسایې ولادي…

2025-05-04 19:55 129۲ دقیقې لوستل
ننکرهار کې د یوه خصوصي روغتون له لوري څه باندې دوه زره ناروغانو ته وړیا عملیاتو ترسره کېږي

د ننګرهار ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت د عامي او روغتیا ریاست او یوه خصوصي روغتون ترمنځ یو قرارداد لاسلیک شوی پکې د یاد خصوصي روغتون لخوا په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۲۰۰ تنو ته په وړیا توګه عملیاتو ترسره کېږي.

د مسوولانو په وینا ددغه روغتون لخوا به د اړمنو کسانو د غوږ، پوزې، ستوني، عصبي، هډوکو، نسایې ولادي او د سترګو عملیات په وړیا توګه ترسره کېږي.

د ننګرهار د عامي روغتیا ریئس مولوي امین الله شریف چې په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې یې ګډون کړی ویلي چې دغه هوکړه لیک یې د "ننګ"په نوم له یوه خصوصي روغتون سره لاسلیک کړی چې پکې د یاد ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ۲۲۰۰ اړمنو وګړو د بېلابېلو برخو عملیاتونه په وړیا توګه ترسره کېږي.

شریف له یاد روغتون سره د خپلې برخې همکارۍ ډاډ ورکړ او د روغتیایې اصولو او قوانینو په پام کې نیولو لپاره یې خپل نظر شریک کړ.

بل خوا د ننګ روغتون ریئس ډاکټر سفیر خان شینواري له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په یاد روغتون کې تداوي کوونکي ناروغان به د یوه خاص طرزالعمل له مخې لومړی په نښه او بیا به یې یوه روغتیایې ډله په وړیا توګه عملیات ترسره کوي.

د شینواري په وینا ددغه وړیا عملیاتو پیل به له د غویې په ۲۳ نېټه له نازیانو ولسوالۍ کېږي او هرې ولسوالۍ ته به روغتیایې ډله د ناروغانو د معاینې او مالومولو لپاره لېږل کېږي، وروسته له مالوماتو ترلاسه کولو به ورته دغه وړیا خدمات وړاندې کېږي.

د نوموړي پر وینا په دغه عملیاتو کې ۴۴۰ د عمومي جراحي، ۳۳۰ د عصبي جراحي، ۴۴۰ د غوږ، پوزې او ستوني، ۳۳۰ د هډوکو، ۳۳۰ د نسایې ولادي او ۳۳۰ د سترګو د برخو عملیاتونه شامل دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب