ننګرهار ولايت کې د احصايې او معلوماتو اداره وایي، په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول دوه لکه ۹۱ زره ۶۵۵ کسانو ته تذکرې ورکړل شوې چې ۱۶۴ زره او ۷۸۵ یې برېښنایي او ۱۲۶ زره او ۸۷۰ کاغذي دي.
د یادې ادارې ریيس مولوي نظر محمد حامد وايي، هره ورځ له ۱۰۰۰ ډېر کسان د الکترونيکي او کاغذي تذکرو د ترلاسه کولو په موخه ورته مراجعه کوي.
حامد زياتوي، د مرکز په ګډون د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د کاغذي تذکرو د وېش دفترونه فعال دي.
د هغه په وینا، تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي چې له پنځه زرو ډیرو کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او نږدې ۳۵۰۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (د مړينو او زېږونونو ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
دننګرهار ولايت د احصايې او معلوماتو ادارې د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د الکترونيکي تذکرو د وېش درې څانګې فعالې دي.
یاد ریاست د تېر کال د تذکرو د ثبت خدمتونو له لارې ۱۱۰ میلیونه عواید هم ترلاسه کړي دي.
خبریاله: خاطره اکبري




