کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ننګرهار کې د اصلاح شویو تخمونو د کرنې پروسه پېل شوه

د هېواد په کچه لومړي ځل لپاره، ننګرهار کې د کانال شرکت د هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک پر سل جریبه ځمکه د سبزیجاتو د اصلاح شویو تخمونو د تر لاسه کېد او زیاتېدو په موخه د کر پروسه پیل شوه.   د یاد ریاست رئیس غلام الرحمن کظیم وایي، دغه پروسه یې د هلال ګروپ خصوصي شرکت سره په شراکت پیل کړه او په دې چارې سره هېواد کې د…

2024-01-06 22:21 66۱ دقیقې لوستل
ننګرهار کې د اصلاح شویو تخمونو د کرنې پروسه پېل شوه

د هېواد په کچه لومړي ځل لپاره، ننګرهار کې د کانال شرکت د هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک پر سل جریبه ځمکه د سبزیجاتو د اصلاح شویو تخمونو د تر لاسه کېد او زیاتېدو په موخه د کر پروسه پیل شوه.

 

د یاد ریاست رئیس غلام الرحمن کظیم وایي، دغه پروسه یې د هلال ګروپ خصوصي شرکت سره په شراکت پیل کړه او په دې چارې سره هېواد کې د اصلاح شوي تخم تولید زیات، پر ځان به بسیا او د بهرنیو هېوادونو تخمونو مخنیوی به ورسره وشي.

نوموړ وویل، دغه پروسه کې د لېړو، روميانو، فاصله، بانجان، مرچ، پياز او نورو سبزيجاتو د اصلاح شویو تخمونو کرل شامل دي.

د کظیم په خبره سږ کال يې په اوه نيم زره جريبه ځمکه د غنمو اصلاح شوی تخم هم کرلی چې په دې سره به د بزګرانو حاصلات زیات شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب