خبریال: فرمان الله زبیرزی
د ننګرهار د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د یاد ولایت شيخ مصري صنعتي ښارګوتي کې یو افغان پانګوال د دوه میلیونه ډالرو په لګښت د المعیار په نوم د تېلي نباتاتو د غوړیو تولید او پروسس فابریکه جوړه کړې ده.
د یادې فابریکي مسول نقیب الله ویلي، له سويابينو، زغر، لمرګلي، کنوله او نورو بوټو څخه تېل او غوړي توليدوي او خام مواد يې په داخل کې تامينيږي.
نوموړی زیاتوې، چې اوسمهال د چرګانو صنعتي فابريکو ته هم خام موادو برابروي او اړتيا نشته، چې له ګاونډيو هېوادونو وارد شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو د ۲۰۰ ټنه نباتي غوړیو د پروسس وړتیا لري، چې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.




