کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ننګرهار کې د لس ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو کارونه پای ته رسېدلي

د ننګرهار ولایت مقام خبر ورکړی چې یاد ولایت کې د لس ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول چې ۱۰۵ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی وو جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شول. د یاد ولایت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لس ودانۍ چې د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوي مصرف یې د جاپان هېواد لخوا ورکول شوی دی. خبرپاڼه زیاتوي دغه ښوونځي دوه…

2025-05-05 19:32 25۱ دقیقې لوستل
ننګرهار کې د لس ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو کارونه پای ته رسېدلي

د ننګرهار ولایت مقام خبر ورکړی چې یاد ولایت کې د لس ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول چې ۱۰۵ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی وو جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شول.

د یاد ولایت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لس ودانۍ چې د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوي مصرف یې د جاپان هېواد لخوا ورکول شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي دغه ښوونځي دوه په کوز کنړ، دوه په دره نور، درې په حصارک، دوه په شېرزادو، او یو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.

د خبرپاڼه د مالوماتو له مخې ددغه لس ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو د پرانيستې مراستې پرون ورځ په کوز کنړ ولسوالۍ کې ترسره شول چې زرګونه زده کوونکو ته به یې ګټه ورسېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب