د راپورونو پر اساس ننګرهار کې د "ننګ" په نوم د یوه خصوصي روغتون له لوري د ۲۲۰ بې وزلو ناروغانو د وړیا عملیاتو لړۍ پیل شوې ده.
د ځایې مسوولانو پر وینا د یاد خصوصي روغتون له لوري د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو بې وزلو ناروغانو ته په وړیا ډول په شپږو برخو کې عملیاتونه ترسره کېږي.
د ننګ روغتون مسوول ډاکټر سفیر جان شینواري د دغه عملیاتو د پیل په مراسمو کې ویلي چې یاد روغتون د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې سلو تنو ته په وړیا توګه د عملیات کولو لړۍ پیل کړې ده چې له وړاندې یې د ننګرهار له عامې روغتیا ریاست سره هوکړه کړې وه.
د شینواري پر وینا د دغه وړیا عملیاتو پیل یې له نازیانو ولسوالۍ کړی چې تېره اوونۍ یې د عملیاتو لپاره د ناروغانو نوملیکنه کړې وه او پرون ورځ د غوایې ۳۰ تاریخ یې دغه عملیاتونه پیل کړي دي.
سفیر جان شینواري ویلي د دغه سلو تنو عملیات په وړیا توګه ترسره کوي او پر ناروغ لرونکو یواځې د لارې د کرایې او درمل اخیستلو لګښت راځي او په وینا یې چې کوښښ کوي ترڅو په دغه بهیر کې ریښتیني او اړمن ناروغان عملیات کړي.
د سرچینو پر وینا دغه عملیات د غوږ، پزې، عصبي جراحي، عمومي جراحي او ستوني په برخه کې ترسره کېږي.
د نازیانو ولسوالۍ اوسېدونکي له دغه اقدام څخه خوښ دي او له نورو شتمنو هېوادوالو یې هم غوښتنه کړې چې د دوی لپاره دې دا ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.
باید وویل شي چې ننګ روغتون د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست سره دوه اوونۍ وړاندې د دغه وړیا عملیاتونو هوکړه کړې وه.




