کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ننګرهار کې د ۱۵۲ بېلابېلو پرمختیايي پروژو کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

کابل (کوه نور، ۲۹ عقرب ۱۴۰۴): د ننګرهار  شېرزاد ولسوالۍ اړوند د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له‌خوا د ۱۵۲ بېلابېلو انکشافي پروژو د جوړولو چارې، چې ارزښت یې څه باندې ۱۴۷ میلیونه افغانیو ته رسېږې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د ننګرهار ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست ویلي، یادو پروژو کې د اوب…

2025-11-20 01:06 166۱ دقیقې لوستل
ننګرهار کې د ۱۵۲ بېلابېلو پرمختیايي پروژو کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

کابل (کوه نور، ۲۹ عقرب ۱۴۰۴): د ننګرهار  شېرزاد ولسوالۍ اړوند د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له‌خوا د ۱۵۲ بېلابېلو انکشافي پروژو د جوړولو چارې، چې ارزښت یې څه باندې ۱۴۷ میلیونه افغانیو ته رسېږې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د ننګرهار ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست ویلي، یادو پروژو کې د اوبو کانالونو جوړول او پاک‌کول، د کلیوالي سړکونو، پلچکونو او استنادي دیوالونو جوړول شامل دي.

سرچینې لیکلي، د دې پروژو د کار پر مهال سلګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې او له بشپړېدو سره یې د یادې ولسوالۍ د خلکو چاپېریالي ستونزې حل شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب