کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ننګرهار کې د ۳۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۲ پروژو کارونه دوام لري

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر خبر ورکړی چې د یاد ولایت په نهو ناحیو کې د جلال اباد ښاروالۍ سره همکارو موسسو د ۳۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۲ پروژو کارونه دوام لري.   په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو پروژو کې د سرکونو کانګریټ، د پلو لارو، ویالو، استنادي دېوالونو او سولري رڼا جوړولو کارونه شامل دي.   خبرپاڼې د ننګر…

2025-02-20 01:16 75۱ دقیقې لوستل
ننګرهار کې د ۳۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۲ پروژو کارونه دوام لري

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر خبر ورکړی چې د یاد ولایت په نهو ناحیو کې د جلال اباد ښاروالۍ سره همکارو موسسو د ۳۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۲ پروژو کارونه دوام لري.

 

په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو پروژو کې د سرکونو کانګریټ، د پلو لارو، ویالو، استنادي دېوالونو او سولري رڼا جوړولو کارونه شامل دي.

 

خبرپاڼې د ننګرهار ښاروالۍ د مرستیال مولوي اسحاق سعید له قوله لیکلي چې له یادو پروژو څخه یې د اته پروژو کارونه پای ته رسېدلي، د ۱۴ پروژو کارونه دوام لري او د ۲۰ نورو د کارونو د پیل کېدو لپاره تدارکاتي چارې روانې دي.

 

هېره دې نه وي چې په یادو پروژو ۲۵۰۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب