کابل (کوه نور، ۸ سنبله ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، بېلابېلو ولسوالیو کې د تر سختو ورښتونو وروسته سیلابونه راوتلي او خلکو ته یې پر مالي زیانونو اړولو سربېره ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.
د ننګرهار اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي وايي چې د دغه ولایت په روداتو، هسکې مېنې او چپرهار ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله درانه سیلابونه راوتلي دي.
د نوموړي په خبره د لومړنیو معلوماتو له مخې تر اوسه په دغو پېښو کې د پنځو تنو د مړه کېدو او د اته تنو نورو د سخت ټپي کېدو پخلی شوی دی.
دی زیاتوي، چې سیلابونو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، لویې لارې او یو شمېر سربندونه هم له منځه وړي، چې دقیق ارقام به یې وروسته په ډاګه شي.
د مسوولینو په وینا اړوندو ادارو زیانمنو سیمو د بېړنۍ ارزونې هڅې پیل کړي دي.
د وروستیو موسمي بدلونونو له امله په ختیځو ولایاتو کې د شدیدو اورښتونو او سیلابونو کچه لوړه شوې ده.




