کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار د والي وياند قاري ملا عادل وايي، جلال‌اباد ښار او ولسواليو کې د تېرو څلورويشتو ساعتونو ورښتونو له امله په بېلابېلو پېښو کې دوه تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.  نوموړی زیاتوي. تېره ورځ د درونټې تونل ته څېرمه د ورښتونو له امله له غره څخه په یوه الټو او کرولا موټرو تېږې را ښوېدلې وې چې له امله يې يو ت…

2024-04-28 02:43 82۱ دقیقې لوستل
ننګرهار کې وروستیو ورښتونو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار د والي وياند قاري ملا عادل وايي، جلال‌اباد ښار او ولسواليو کې د تېرو څلورويشتو ساعتونو ورښتونو له امله په بېلابېلو پېښو کې دوه تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. 

نوموړی زیاتوي. تېره ورځ د درونټې تونل ته څېرمه د ورښتونو له امله له غره څخه په یوه الټو او کرولا موټرو تېږې را ښوېدلې وې چې له امله يې يو تن مړ، دوه مېرمنې او درې نارينه ټپیان شوي وو.

عادل وایي، دغه راز د روداتو ولسوالي د حصارشاهي کوزې کلا سيمه کې په يو کور کې د ديوال نړېدو پېښه کې يوه ماشومه مړه شوې او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

 ورته مهال د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر جلال‌‌اباد ښار سياه‌سنګ سيمه کې د يو کور د نړېدو له امله د يوې شپږ کلنې ماشومې او يوې شپيته کلنۍ مېرمن د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د يادونې وړ ده چې د وروستېو ورښتونو له امله په جلال‌اباد ښار او ولسواليو کې لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې تخريب شوې دي.

خبرياله: خاطره اکبري 

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب