کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ننګرهار کې ورښتونو او توپان؛ ۳۵ تنه مړه شوي او ۲۳۰ نور ټپيان دي

د ننګرهار رسنيو دفتر ويلي نن مازيګر د دغه ولايت په سرخرود او بټي‌کوټ ولسواليو کې د سختو ورښتونو او توپانونو له امله ۳۵ تنه مړه شوي او ۲۳۰ نور ټپيان دي.   د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد ارقام وروستي ندي او ممکن نور هم لوړ شي.   د معلوماتو له مخې، يادو توپانونو په ځاني زيانونو سربېره ګڼ مالي زيانونه هم اړ…

2024-07-15 07:29 121۱ دقیقې لوستل
ننګرهار کې ورښتونو او توپان؛ ۳۵ تنه مړه شوي او ۲۳۰ نور ټپيان دي

د ننګرهار رسنيو دفتر ويلي نن مازيګر د دغه ولايت په سرخرود او بټي‌کوټ ولسواليو کې د سختو ورښتونو او توپانونو له امله ۳۵ تنه مړه شوي او ۲۳۰ نور ټپيان دي.

 

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد ارقام وروستي ندي او ممکن نور هم لوړ شي.

 

د معلوماتو له مخې، يادو توپانونو په ځاني زيانونو سربېره ګڼ مالي زيانونه هم اړولي، برېښنا يې پرې کړې او دغه راز يې کرنيز کانالونه هم له منځه وړي دي.

 

د‌ معلوماتو له مخې، د تېز توپان له امله د يوه مخابراتي شبکې پایه غورځېدلې چې ورسره ۳۸ سايټونه هم غیر فعال شوي دي.

 

وړاندې ليکل شوي، د ياد ولايت د والي مرستيال پېښو ته د رسېدنې مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې خلکو ته دې ژر تر ژره خدمات وړاندې کړي.

 

مسوولانو دغه راز ويلي، ورښتونه او توپان به نن شپه تر يوې بجې دوام وکړي او په خبره يې خلک دې د ځان خوندي کولو په موخه تدابير ونيسي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب