کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ننګرهار کې يوه هلک خپل پلار د تبرګي په ګوزارونو وژلی

د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې یو زوی د تبر په ګوزارونو خپل پلار وژل دی. د ننګرهار د امنیه قومانداني له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه تېره ورځ (د وږي ۲۱مه) د دره نور په «وایګل» کلي کې رامنځ ته شوې ده. خبر پاڼه کې راغلي، چې قاتل له سیمې تښتېدلی؛ خو د نیولو هڅې یې روانې دي. سرچینې د د…

2023-09-12 20:31 192۱ دقیقې لوستل
ننګرهار کې يوه هلک خپل پلار د تبرګي په ګوزارونو وژلی

د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې یو زوی د تبر په ګوزارونو خپل پلار وژل دی.

د ننګرهار د امنیه قومانداني له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه تېره ورځ (د وږي ۲۱مه) د دره نور په «وایګل» کلي کې رامنځ ته شوې ده.

خبر پاڼه کې راغلي، چې قاتل له سیمې تښتېدلی؛ خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

سرچینې د دغې پېښې علت خپل‌منځي شخړه بللې ده.

خبرپاڼه زياتوي، وژل شوی کس تاج محمد نومېږي، چې د خپل زوی له لوري د تبر په ګوزارونو سخت ټپي او وروسته یې د دره نور ولسوالۍ په روغتون کې ساه ورکړې ده.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خپل‌منځي شخړو پېښې زیاتې شوې دي.

دا ډول پېښې ډېر کله د کورني تاوریخوالي او فقر له امله رامنځ ته کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Nazir Ullah
Nazir Ullah
Nazir Ullah

نذیر الله افغان خبریال دی. د ژورنالېزم په ډګر کې درې کلنه تجربه لري او په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې له افغان پرېس سره د خبریال په توګه کار کوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب