د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وایي، نن او سبا به بدخشان، نورستان، پنجشیر، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا، خوست، کاپیسا، پروان او غزني ولایتونو کې د تېز باد، باران، تالنده برېښنا او د سیلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
یاده اداره وایي، په بیلابیلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
سرچینه وایي، په شمالي، لویدېځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون تېز باد، خاور او دوړو د پېښدو اټکل شوی چې د سرعت کچه یې په بیلابیلو سېمو کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کلیومتر په ساعت ښودل شوې ده.




