د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا ( د اسد ۱۳ او ۱۴) په بدخشان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزني، زابل، کندهار او اروزګان ولايتونو کې د بارانونو اټکل کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه ولايتونو کې به د بارانونو کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.
وړاندې ليکل شوي، د سالنګونو په ګډون په شمالي، لويديځو، سويلي، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې د بادونو د را الوتلو اټکل هم شوی چې سرعت يې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کيلو متره اټکل شوی دی.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په ډېری ولايتونو کې د سېلابونو له امله ګڼ شمېر خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.




