د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن دوشنبه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سخت ورښت او په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو راوتلو اټکل کړی.
دغه ریاست یوه خبرپاڼه کې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، پنجشیر، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، او خوست ولایتونو کې د سخت باران او سېلابونو وړاندوینه کړې.
د خبرپاڼې لهمخې، د ورېدونکي باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، په لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د چټکو بادونو، خاورو او دوړو د را الوتلو اټکل هم شوی دی.




