کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نن د هېواد ۱۴ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو.

«له پولیو څخه پاک افغانستان» ویب‌پاڼې پر خپله اېکسپاڼه یوه اعلامیه کې لیکلي چې نن «دوشنبه د اکتوبر۲۳مه» د پولیو دغه کمپاین ننگرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، تخار، کندوز، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان او غزني ولایتونو کې پیل شوی چې تر پنځه کلنۍ کم‌عمره دوه میلیون ماشومان…

2023-10-22 21:45 91۱ دقیقې لوستل
نن د هېواد ۱۴ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو.

«له پولیو څخه پاک افغانستان» ویب‌پاڼې پر خپله اېکسپاڼه یوه اعلامیه کې لیکلي چې نن «دوشنبه د اکتوبر۲۳مه» د پولیو دغه کمپاین ننگرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، تخار، کندوز، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان او غزني ولایتونو کې پیل شوی چې تر پنځه کلنۍ کم‌عمره دوه میلیون ماشومان به په کې واکسین شي.

اعلامیه کې د دغو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتل شوي چې تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي، څو افغانستان کې د پولیو ناروغۍ له منځه لاړه شي.
د یادونې ده چې روان کال هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې ننګرهار ولایت کې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب