د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا د نړېوالې ورځې په مناسبت ويلي، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راتګ د افغانستان روغتايي حالت نور هم ستونزمن کړی دی.
د دغه سازمان په وینا، افغانستان کې نږدې ۱۸ میلیونه وګړي د روغتیا په برخه کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان مسوول ډاکټر جمشید ټنولي په یوه خپاره شوي ویډېویي پیغام کې ویلي، باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه مهمه موضوع ده.
هغه زیاته کړې چې د روغتیا نړېوال سازمان له خپلو شریکانو سره په ګډه هڅه کوي چې ټولو ماشومانو او ښځو ته په عادلانه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
خبرياله: حبيبه صها




