کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نورالدين عزيزي: د ازبکستان په نندارتون کې د څه باندې سل ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت تړونونه شوی

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير له ازبکستان څخه تر راستنېدو وروسته ويلي، په دغه هېواد کې د افغاني توکو په جوړ شوي نندارتون کې ۷۵ سلنه توکي پلورل شوي دي.   نوموړي دغه راز ويلي، د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ د سل ميليونه ډالرو په ارزښت بېلابېل تړونونه شوي چې او دغه راز په ترجيحي سوداګرۍ هم خبرې اترې شوي دي.   د س…

2024-07-06 21:05 127۱ دقیقې لوستل
نورالدين عزيزي: د ازبکستان په نندارتون کې د څه باندې سل ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت تړونونه شوی

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير له ازبکستان څخه تر راستنېدو وروسته ويلي، په دغه هېواد کې د افغاني توکو په جوړ شوي نندارتون کې ۷۵ سلنه توکي پلورل شوي دي.

 

نوموړي دغه راز ويلي، د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ د سل ميليونه ډالرو په ارزښت بېلابېل تړونونه شوي چې او دغه راز په ترجيحي سوداګرۍ هم خبرې اترې شوي دي.

 

د سرچينې په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ په اوولس سکټورونو کې د اسانتياوو په رامنځته کولو هم خبرې شوي دي.

 

ياد نندارتون چې د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې جوړ شوی وو، پکې ۲۵۰ تنه سوداګرو او صنعتکارانو برخه اخيستې وه او دغه راز د هېواد کورني تولیدات پکې نندارې ته ایښودل شوي وو.

 

سرپرست وزير دغه راز ويلي، د افغان _ ټرانس رېل پټلۍ په اړه يې هم له ازبک چارواکو سره خبرې کړي او په دغه برخه کې د همکاريو هوکړې ته رسېدلي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب