کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نورستان کې تېر کال نږدې ۲۴ زره تذکرې وېشل شوې

د ‎نورستان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۲۳ زره او ۵۸۸ کسانو ته تذکرې وېشلې دي چې ۷ زره او ۶۹۱ الکترونيکي او ۱۵ زره او ۸۹۷ نورې یې کاغذي دي. د یاد ریاست رییس مولوی قدرت‌الله شمشېر وايي، د مرکز په ګډون د دې ولايت په اووه ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او ت…

2024-06-08 01:53 450۱ دقیقې لوستل
نورستان کې تېر کال نږدې ۲۴ زره تذکرې وېشل شوې

د ‎نورستان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۲۳ زره او ۵۸۸ کسانو ته تذکرې وېشلې دي چې ۷ زره او ۶۹۱ الکترونيکي او ۱۵ زره او ۸۹۷ نورې یې کاغذي دي.

د یاد ریاست رییس مولوی قدرت‌الله شمشېر وايي، د مرکز په ګډون د دې ولايت په اووه ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي چې شاوخوا ۲ زره کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او د ژوند پېښو اړوند خدمتونه وړاندې کړي. 

شمشېر زياتوي، په ياد ولايت کې د الکترونیکي تذکرو د وېش دوه څانګې فعالې دي چې لومړۍ څانګه په مرکز پارون او دویمه هغه یې په برګمټال ولسوالي کې ده.

 د یادونې وړ ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته هم غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي الکترونیکي تذکرې په‌کې ترلاسه کړي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب