نن سهار(چهارشنبه، د کب ۲۹مه) د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې ټرافیکي پېښه رامنځته شوې چې له امله یې ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند غلام الرحمان حیدري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه پېښه نن سهار شپږ بجې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ اړوند د هن پیار کلي کې د یوه مسافر وړونکي ډاډسن موټر له سړکه کندې ته د غورځېدلو په پایله کې رامنځته شوې چې په په موټر کې سپاره ۱۱ تنه پکې ټپیان شوي دي.
حیدري ویلي چې سیمې ته د دواب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پرسونل رسېدلی او ټپیان یې د سیمې روغتون ته رسولي دي.
د یادې پېښې علت تر اوسه نه دی مالوم شوی خو ډېر کله دا ډول پېښې د سړکونو د خرابوالي، د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او د موټر د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته کېږي.




