کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نورستان کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځه پروژو کارونه پیل شوي

د نورستان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځه پروژو کارونه پیل شوي دي. د دغه وزارت مرستیال محمد اسماعیل غزنیوال چې نورستان ته د سفر پر مهال یې په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې په کامدېش ولسوالۍ کې و…

2025-06-01 00:17 24۲ دقیقې لوستل
نورستان کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځه پروژو کارونه پیل شوي

د نورستان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځه پروژو کارونه پیل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال محمد اسماعیل غزنیوال چې نورستان ته د سفر پر مهال یې په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې په کامدېش ولسوالۍ کې وینا کوله ویلي چې د سرپرست حکومت مشرتابه فرضي کرښو ته نږدې پراختیایې پروژې منظورې کړي چې عملي کارونه یې له نورستان ولایته پیلېږي.

هغه ویلي «په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې اووه بنسټیزې پروژې منظور شوې چې د پنځو یې چارې پیل شوې دي، دغه پروژې د سړکونو ترمیم، د اوبو رسولو شبکې جوړول او یو کانګرېتي پل رغول رانغاړي.»

غزنیوال ویلي دغه وزارت هڅه کوي چې د وروسته پاتې سیمو اوسېدونکو ستونزو ته په کتو بنسټیزې او دوامداره پروژې پیل کړي.

نورستان مرستیال والي مولوي فیصل چې دغه غونډه کې یې وینا کوله ویلي چې په یادو پنځو پروژو کې ۲۵ سرک چې کامدېش ولسوالې له مرکز پارون سره وصلوي، ۲۰ متره کانګریټي پُل او د اوبو رسولو یوه شبکه شامل دي چې له جوړولو سره به یې نږدې څلور زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوب شي.

نوموړي ویلي په دغه پنځه واړو پروژو ۹۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

فیصل همداراز ویلي چې د نورستان ولایت لپاره لا هم د دا ډول پروژو اړتیا لیدل کېږي او باید پاملرنه ورته وشي.

د کامدېش ولسوالۍ یو تن قومي مشر محب الله ویلي «زموږ سیمه له کلونو جګړو ځپل شوې، خو له بده مرغه پخوانیو حکومتونو هیڅ پاملرنه نه ده کړې؛ موږ له اسلامي امارته مننه کوو چې زموږ د اړتیاوو پراساس یې پروژې منظور کړې.»

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب