د کليو د بیارغونې او پراختيا وزارت ويلي، د نیمروز ولايت دلارام او خاشرود ولسواليو کې د دوه چکډيمونو د جوړولو چارې پیل شوي.
دغه چک ډيمونه د کليو د بیا رغونې او پراختيا وزارت له لوري جوړيږي چې د سېلابونو په مهار او د ځمکې لاندې اوبو په زياتوالي کې به د پام وړ اغېز ولري.
وايي، په دغه چک ډيمونو ۱۵ مليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ۲۵ زره متره مکعب اوبو زېرمه کولو وړتيا به ولري او چارې به يې په دوه مياشتو کې بشپړې شي.
تر دې وړاندې هم په ياد ولايت کې د اوبو د يو بند دجورېدو خبر ورکړی وو چې دوه مليارده افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال محمد عباس ستانکزي ويلي وو د اوبو مدیریت يې له لومړي توبونو څخه دی او په خبره يې چې ځانګړې پاملرنه به ورته وکړي.




